۱۰ مرداد ۱۴۰۳
بیوگرافی بازیگران و هنرمندان
به گزارش مجله خبری نگار، د اسلامی انقلاب د سپاهِ پاسداران عامه اړیکو په یوې خبرپاڼې کښې وویل: د حماس د سیاسی دفتر مشر ډاکټر اسماعیل هنیه او د هغه یو ساتونکی په تهران کښې د هغوی د استوګنې په ځاې باندې په شوی برید کښې شهیدان شول.
دغې خبرتیا متن په دا ډول دی:
بسم الله الرحمن الرحیم
انا لله و انا الیه راجعون
فلسطین اتل ولس او اسلامی امنت او د مقاومت جبهې جنګیالیو او د ایران شریف ولس ته د تسلیت په ویلو سره، تیره شپه (چهارشنبه) په تهران کښې د حماس د اسلامی مقاومت د غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر ښاغلی ډاکټر اسماعیل هنیه د پاتې کیدو په ځاې باندې حمله وشوه چې له امله یې، هغه ا و د هغه یو ساتونکی په شهادت ورسیدل.
دې پیښې علت او اړخونه څیړل کیږی او نتایج به یې وروسته خپاره شی.
اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو مرکز